غزني ښار (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ تېره ورځ د رزمي ورزشونو د فدراسیون له لوري د څلورو ولایتونو د هوشارافو سبک د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې.
نوموړي زیاته کړه، په دې سیالیو کې د غزني، کابل، هرات او زابل ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و چې د «تک فایټ» په سیستم ترسره شوې.
د ده په وینا، په دغو سیالیو کې غزني لومړی، هرات دویم، کابل درېیم او زابل څلورم مقام خپل کړی دی.
هغه وویل، دا سیالۍ په درېیو عمري کټهګوریو (نوي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ترسره شوې.
مجاهد څرګنده کړه، د دغو سیالیو ترسره کولو موخه د ورزشکارانو هڅونه، د غوره استعدادونو پېژندنه او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول وو.
په ورته مهال، هغه ورزشکاران چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، خوښي څرګندوي او له حکومته غواړي چې د دې ډول لا ډېرو سیالیو د ترسره کېدو زمینه ورته برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP