Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: خبریالان د لومړۍ کرښې جنګیالي دي، د شخصي ګټې او فشار مقابل کې دې له واقعیته نه ګرځي

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کابل کې د «رښتینی ژورنالېزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې غونډه کې د ا.ا چارواکو وویل چې ژورنالېزم یوازې د خبر رسولو لپاره نه دی، بلکې د حقیقت خپرولو، د ولس د ستونزو د انعکاس او د ټولنې د سالم پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري.

نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت «د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم» په همکارۍ د «رښتینی ژونالېزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې د ژونالېستانو ملي غونډه ترسره کړه چې په کې د اسلامي امارت چارواکو، د رسنیو مسوولینو او له مرکز او ولایتونو یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وویل چې اسلامي امارت پر رښتيني ژورنالېزم باور لري او د هغو خبريالانو ملاتړ کوي چې رسنيزو اصولو ته ژمن وي.

هغه زیاته کړه، رسنۍ هم بايد خپل ملي رسالت ادا او د بې‌طرفۍ اصل په پام کې نيولو سره پر حقايقو ولاړې خپرونې وکړي.

انور وویل: «دا غونډه خورا مهمه ده؛ ځکه که ژورنالېزم او سالم صحافت مخې ته بوتلل شي، نو د ظلم د مخنیوي، د وحدت د ساتنې او د مینې د خپرېدو برخه کې به ښه اغېز ولري، خو که د ژورنالېزم اصول رعایت نه شي، منفي پایلې به ډېرې وي، مهمه دا ده چې د ژورنالېزم اصول په پام کې ونیول شي.»

په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي ژورنالېستانو ته په خطاب کې وویل: «افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ کور دی؛ باید د هغوی عنعناتو، کلتورونو او حساسیتونو ته متوجه شئ. ژورنالېزم یوه سپېڅلې برخه ده، خو که د معنویاتو توهین په‌کې وشي، بیا په ټولنه کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي.»

هغه زیاته کړه، ژورنالېستیکه لاره چې هم مهمه او هم کړکېچنه ده، په تېرو څو لسیزو کې له سختو تکالیفو ډکه وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال په وینا: «خبریالان د لومړۍ کرښې جنګیالي دي» او په لومړی کرښه کې وي، په وروستیو بحرانونو لکه زلزلو، سېلابونو او د کډوالو د ستونزو پر مهال د ژورنالېستانو هڅې د ستاینې وړ دي؛ ځکه هغوی د خلکو غږ انعکاس کړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او رسنیو پر نشراتو د څار رییس مولوي صفي‌الله رايد وویل: «ژورنالېزم یوازې د خبر رسولو لپاره نه دی؛ موږ باید حقیقت ته ژمن و اوسو، که موږ ژورنالېزم د حقیقت خپرولو په موخه وکاروو، نو د ژورنالېزم رسالت به په سمه توګه ادا شوی وي.»

نوموړي زیاته کړه، ژورنالېستان باید تعلیم، پرمختګ او نورو اړوندو موضوعاتو ته ښه تکثیر ورکړي او له هرې خبرې مخکې د هغې سرچینې اعتبار وساتي.

رايد زیاته کړه چې ژورنالېستان دې د شخصي ګټې او فشار له امله له واقعیته نه ګرځي؛ د خلکو باور د رسنیو ستره پانګه ده.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د مالي خدمتونو او بانکي څار رییس دوکتور لطف‌الله خیرخواه وویل: «په ټولنه کې بدلون د افرادو له لارې نه، بلکې د ټولنې له بنسټونو راځي، د ټولنې بنسټونه لکه کور، مدرسه، مکتب، پوهنتون او ژونالېزم دي، ژونالېزم د دغو بنسټونو په نوملړ کې ځای لري او کله نا کله د همدغه ژورنالېزم له وجې د ټولنې نور بنسټونه هم تر اغېز لاندې راځي.»

هغه وایي، په نړۍواله کچه د ژورنالېزم برخه کې ډېر ځله دروغ ویل کېږي، له همدې امله فکري تنویر نه تر سترګو کېږي.

نوموړی وایي: «موږ له څنګه چې خاوره خپل ملکیت ګڼو، باید د خلکو عقل هم خپل ملکیت وبولو او د هغه ساتنه وکړو.»

هغه زیاته کړه، رسنۍ او هغه کسان چې له رسنیو سره تړلي، باید د انسان او ټولنې د تکامل مرحلو ته پام وکړي.

همدارنګه، په یاده غونډه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل چې رسنۍ د ټولنې په پرمختګ کې ډېر مهم رول لري او دا یې مسوولیت دی چې خلکو ته کره معلومات وړاندې کړي، ملي یووالي ته کار وکړي او دیني او ملي ارزښتون ته  پاملرنه وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د رسنیو ملاتړ د حکومت مسوولیت دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.