کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې نن د میانمار د فوټسال لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن (چهارشنبه) ماسپښن ۲:۰۰ بجې د میانمار له لوبډلې سره سیالي کوي.
د ۲۰۲۶ کال د اسیا فوټسال جام د غوراوي پړاو په H ګروپ کې د هېواد د فوټسال لوبغاړو وروستۍ لوبه د میانمار په یانګون لوبغالي کې ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د میانمار پر وړاندې له لوبې مخکې د فوټسال ملي ټیم د لوبغاړو تاکتیکي غونډه تېره شپه د یانګون ښار په یوه هوټل کې وشوه.
د خبرپانې له مخې، د هیواد د فوټسال ملي ټیم روزونکي مجید مرتضایي خپلو لوبغاړو ته د مقابل ټیم د قوت او کمزورتیا ټکې په ګوته کړل.
د یادونې ده چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د مالدیپ د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ۱۰ پر یو ګټلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP