کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې یې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د کرکټ د یوه لوبغالي او اکاډمي جوړولو چارې پیل کړې دي.
کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبغالی او اکاډمي د بغلان په مرکز پلخمري کې د ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۲۰ جریب ځمکه جوړېږي.
سرچینې د کرکټ بورډ د انجنیري څانګې د مسوول انجنیر ممتازعمرزي له قوله لیکلي: «پر دغو پروژو ۹،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، د اوبو رسونې سیسټم چارې یې بشپړې شوې، د لوبغالي هوارولو، زرغونولو او د پنځو ویشتنځایونو او د لوبغالي شاوخوا د ویالې جوړولو چارې یې دا دی رسماً پیل شوې.»
ممتاز دغهراز زیاته کړې چې د لوبغالي یوې څنډې ته یوه معیاري اکاډمي هم جوړېږي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، یاد لوبغالی او اکاډمي د یوه کال په موده کې جوړېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې د بغلان ځوانانو ته د مسلکي کرکټ زده کولو او پرمختګ کې لا ډېر فرصتونه او اسانتیاوې رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په څلورمه د کرکټ بورډ له لوري د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه همه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP