Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن پاکستان او بنګله‌دېش لوبه کوي

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن پاکستان او بنګله‌دېش په «سوپر فور» پړاو کې له یو بل سره لوبېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي او نن په یوه حساسه لوبه کې د پاکستان او بنګله‌دېش ملي لوبډلې له یو بل سره لوبه کوي. دغه لوبه دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښت لري؛ ځکه پایله یې د اسیا جام پای‌لوبې ته د لارموندنې برخلیک ټاکي.

د سیالیو د جدول پر اساس، د پاکستان، هند، بنګله‌دېش او سریلانکا د څلورو غوره لوبډلو (سوپر فور) پړاو ته لار موندلې او د دغه پړاو په پای کې به دوه غوره لوبډلې د کرکټ اسیا جام پای‌لوبې ته لار ومومي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د سپټمبر له ۹مې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې په‌کې د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو برخه اخیستې او د دغه سیالیو پای لوبه به د روانې میلادي میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.