Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه د سرغړونو له امله تړل شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): ځایي سرچینې وایي چې په خوست ښار کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه د روغتیایي قوانینو او مقرراتو د نه رعایتولو له امله تړل شوي دي.

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خوست ښار کې د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو نظارت ترسره شو.

سرچینه زیاتوي چې د یاد نظارت په ترڅ کې د خوست ښار په دویمه او څلورمه ناحیو کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه د قوانینو او مقرراتو د نه رعایت له امله وتړل شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا مسوولین له ټولو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو غوښتنه کوي چې د عامې روغتیا اړوند قوانین او مقررات په جدي ډول رعایت کړي او له هر ډول سرغړونې ډډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.