کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له رییس سره په ليدنه کې د دغه بنسټ فعالیتونه مهم او حیاتي بللي او له هغه یې غوښتنه کړې چې خپلې همکارۍ او مرستې پراخې کړي.
د یونیسف رییس دغهراز له افغانستان سره د دغه سازمان د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اقتصاد وزیر قاري دینمحمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له رییس تاجالدین اویوالي سره لیدلي او له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو ته د اغېزناکې رسېدنې او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د اقتصاد وزیر د لومړنیو او اساسي خدمتونو وړاندې کولو لکه د څښاک پاکو اوبو برابرولو، روغتیايي خدمتونه، د خوراکي توکو مرستې او د ماشومانو د روغتیا ساتنې برخو کې یې د یونیسف خدمتونه مهم او حیاتي وبلل او هیله یې وښوده چې دغه همکارۍ لا پراخې او ډېرې شي.»
ورته مهال، تاجالدین اویوالي هم د یونیسف د فعالیتونو او راستنېدونکو ته د بشري خدمتونو وړاندې کولو او دغهراز د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله په زیانمن شوو سیمو کې د اړمنو کسانو ستونزو ته د رسېدنې په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغهراز، نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د همکاریو او بشري مرستو له دوام ډاډ ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP