کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۴): د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې د هرې اونۍ په چهارشنبه زدهکوونکي د زیانلرونکو خوراکونو پر ځای سالم کورني خواړه چمتو کوي؛ دغه یو داسې پروګرام دی چې نه یوازې د هغوی د ناسالمو خوراکونو عادتونه بدلوي، بلکې کورنۍ هم د صحي خوړو چمتو کولو ته هڅوي.
کابل ښار کې د «شهربلند» په نوم یوه خصوصي ښوونځي د «چهارشنبه سلامتي» تر عنوان لاندې پروګرام پيل کړی څو د سالمې تغذيې په دودولو سره د ګټورو خوړو په اړه د زدهکوونکو پوهاوی زیات کړي. په دغه پروګرام کې ټول زدهکوونکي د ښوونځي په انګړ کې کورني او سالم خواړه برابروي او له خپلو ملګرو سره یې یوځای نوش جان کوي.
د یاد ښوونځي مدير عبدالله عليزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه پروګرام کې چې موخه یې د سالمې تغذيې دودول او د زدهکوونکو د پوهاوي کچې لوړول دي، له لومړي تر دوولسم ټولګي پورې شاګردان ګډون کوي او هر ټولګی د خپلې خوښې سالم خواړه برابروي.
نوموړي د بازار هغو غیرصحي خوراکي توکو او مشروباتو ته په اشاره چې د ماشومانو روغتيا ګواښي، زياته کړه: «ښوونځی د زدهکړې او روزنې ځای دی، موږ پرېکړه وکړه او په اونۍ کې مو يوه ورځ د «چهارشنبه سلامتي» پروګرام ته ځانګړې کړه چې په دې ورځ زدهکوونکي خپله راځي او سالم خواړه چمتو کوي او خوري یې. په پای کې دا پيغام رسوي چې که سالم صحت غواړو، بايد سالم خواړه وخورو.»
هغه چې ويل یې دغه پروګرام د تفريح په وخت کې ترسره کېږي زياته کړه: «په دغه پروګرام کې خوشحالي، شور او هيجان موجود دی. سره له دې چې موږ وینو چې د ښوونځي کانټین سالم خواړه وړاندې کوي خو څوک د کانټین خوا ته نه ځي، ټول زدهکوونکي هغه پيسې چې له کوره د خوراک لپاره راوړي، د همدې سالمو خوړو پر برابرولو لګوي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام کې د دغه پروګرام د اغېزو په اړه وويل: «نن موږ داسې يو زدهکوونکی لرو چې د يوې کورنۍ لپاره د سالمو خوړو پخولو پروسه چمتو کولای شي چې هغه د دویم ټولګي زدهکوونکی دی! کولای شي پخلی وکړي او پوهېږي چې له کوم ځايه یې پيل کړي او څنګه یې پای ته ورسوي.»
د هغه په وينا، د دغه پروګرام د پيل پر مهال ځينو کورنيو ورسره مخالفت درلود؛ خو د وخت په تېرېدو د «چهارشنبه سلامتي» ارزښت ورته معلوم شو، اوس نه يوازې دا چې مخالفت نشته، بلکې کورنۍ په خپله د همدې ورځې لپاره د سالمو خوړو برابرولو په اړه وړانديزونه هم کوي.
هغه د زدهکوونکو د لېوالتیاوو په اړه وويل: «دغه پروګرام د زدهکوونکو لپاره دومره په زړهپورې دی چې دوه ورځې مخکې له چهارشنبې هوای راځي او له موږ پوښتنه کوي چې په دې اونۍ کې څه باید چمتو کړي.»
ورته مهال، د یاد ښوونځي د فرهنګي برخې مسووله مرسل ریحانې وویل چې په ټاکلو ورځو کې د هر ټولګي زدهکوونکي په خپله خوښه بېلابېل خواړه او طبیعي جوسونه تیاروي څو د بازار د غیرصحي خوړو پر ځای له سالمو خوړو استفاده وکړي.
د هغې په وینا، د خوړو چمتو کولو پر مهال د هر ټولګي ښوونکی له خپلو زدهکوونکو سره همکاري کوي څو هغوی ته د خوړو پخولو طریقه ور وښيي.
هغې زیاته کړه چې په نورو ورځو کې کورنۍ هم هڅه کوي څو له کوره خپلو ماشومانو ته سالم خواړه کېږدي او دغه پروګرام تر دې اندازې اغېز کړی چې اوس ډېری کورنۍ هره ورځ د خپلو ماشومانو لپاره د کور خواړه چمتو کوي څو د بازاري خوراکي توکو له خوړلو مخنیوی وشي.
د ښوونځي د انګړ په هره برخه کې د هر ټولګي زدهکوونکي له خپل ښوونکي سره راټول شوي او په ګډه د خپلې خوښې خوړو چمتو کولو په حال کې دي. زدهکوونکي ټول خوښ او خوشاله ښکارېدل.

د یاد ښوونځي یوه زدهکوونکي ابوالفضل په دې اونۍ کې له خپلو ټولګیوالو سره قابلي پخه کړې. هغه د «چهارشنبه سلامتي» ورځو ته ډېره لېوالتیا لري او ان د قابلي تیارولو طریقه یې هم زده کړې ده.
هغه وايي چې اوس بازاري خوراکي توکي نه پېري، مور یې هره ورځ له کوره خواړه ورته ږدي.
د یاد ښوونځي د شپږم ټولګي یوه زدهکوونکې سما مجید چې له خپلو ټولګیوالو سره د اشک پر جوړولو بوخته وه وویل: «موږ هره چهارشنبې له یو بل سره په ګډه سالم خواړه چمتو کوو او نن مو هم ګندنه او اوړه راوړي څو اشک جوړ او پاخه کړو.»
هغې د یاد پروګرام ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې له تفریحي اړخ سربېره زدهکوونکي د خوړو پخولو طریقې او سالم خواړه استفاده کول هم زده کوي. د سما په وینا، له هرې چهارشنبې مخکې هغه او ټولګیوالې یې مشوره کوي څو کوم خواړه لا ډېر سالم او صحي دي.
بلخوا، د طب ماسټر او په کابل ښار کې د لوړو زدهکړو یوه خصوصي مرکز استاد شاهولي ابراهیمي ماشومان د بازاري خوراکي توکو له خوړلو منع کوي او وايي چې ډېری دغه خوراکي توکي چې پر سړکونو او د ښوونځيو مخې ته پلورل کېږي، صحي نهدي.
هغه زیاته کړه: «هغه خوراکي توکي چې ماشومان یې له بازاره پېري، لکه شور نخود، چپس، پېرکي، واقعاً د هغوی د روغتیا لپاره زیان لري. ډېری دغه خوراکي توکي پرازیټ او ميکروب لري چې خوړل یې د ستوني درد، نسناستی، زړه بدوالی، تبه او لړزه پیدا کوي او د ماشوم د مغز او بدن د ودې لپاره ګټور نه دي.»
ابراهیمي کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې د بازاري خوراکي توکو پر ځای دې سالم او کورني خواړه خپلو ماشومانو ته چمتو کړي څو ښوونځي ته یې ورسره یوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP