Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام دویم پړاو سیالۍ؛ نن د هند او سریلانکا ترمنځ لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه د پاکستان لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه او نن د سریلانکا او هند ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د دغو سیالیو څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تېره شپه د پاکستان او د بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې.

بنګله‌دېش لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۲۴ منډې وکړې او د ۱۱ منډو په توپیر یې له پاکستان څخه ماتې وخوړه.

دغه‌راز، پاکستان د بنګله‌دېش لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو پای لوبې ته لار پیدا کړه.

همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې به نن د هند او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

دغه‌راز، د هند لوبډلې له دې مخکې د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې خپلې دوه لوبې ګټلي دي او وار له مخه یې د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته یې لار موندلی ده.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام پای‌لوبه به د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه  د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.