پلخمري (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): بغلان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خنجان او دوشي ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه ولایت د خنجان او دوشي ولسوالیو مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې لومړنۍ پېښه د خنجان ولسوالۍ اړوند په «چهارمغزک سالنګ» سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو کرولا کمپک موټر له کابله د بغلان مرکز پلخمري ته پر لاره و، خو د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي چې د یاد ولایت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې بله ترافیکي پېښه کې دوو موټرو له یو بل سره تکړ کړی چې په پایله کې یې درې کسان ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، د یادې پېښې ټپيان د خنجان روغتیايي کلینیک کې د لومړنیو خدمتونو له ترلاسه کولو وروسته د لا ښې درملنې په موخه د پلخمري ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینه د یادو پېښو اصلي لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بولي او وايي چې چلوونکي باید له غرنیو او سختو لارو د تېرېدو پر مهال ډېر احتیاط وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP