کابل(پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون د اسیا د مرکزي زون اتلولۍ سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۴ کسیز نوملړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال محمدعارف پیمان نن پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه نوملړ کې سیدحبیب یوسفي، محمدعزیز اصفي، عبدالمطلب محمدي، محمدشاهد بدلون، لطفالله عزیزي، غلامرسول حیدري، سباوون وردګ، بسمالله سلطاني، عادلشاه ذاکري، عبدالقادر ځاځی، محمدعمران نیازی، سباوون غورځنګ، منتظر حسین حفیظي او هارون نېکروز شامل دي.
پیمان زیاته کړه چې د اسیا د مرکزي زون سیالۍ د روان میلادي کال د اکټوبر په ۲۲مه د بنګلهدېش په کوربهتوب پیلېږي.
نوموړی وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې ۳۰ لوبغاړو په کابل کې د یو ایراني روزونکي تر څار لاندې تمریني کمپ ترسره کړی و چې په پایله کې ترې دغه ۱۴ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره غوره شول.
د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون اداري مرستیال وویل چې دغه لوبغاړي به د سیالیو تر پیلېدو پورې په کابل کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP