Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د تېرې اونۍ په نسبت د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د مالیزیایي غوړیو، نفتي توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۷۱ څخه ۷۲ افغانیو ته او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۷۱ څخه ۷۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۰ څخه ۵۱ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د پلورونکو په وینا، د نړۍوالو بیو لوړېدو له امله د یادو توکو بیې د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړې شوې دي.

خوراکي توکي

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د تقاضا ډېرېدو او وارداتو کمېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د غوړیو بیه هم ټیټه شوې ده.

خو هغه وايي، نن د تېرې اونۍ په څېر په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۲۷۰ څخه ۶۴۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۸۹۰ څخه ۵۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۷ اعشاریه ۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د وږي په ۲۹مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۷ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.