چاریکار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د تکواندو لومړی پړاو سیالۍ د پروان ولایت په کچه د شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو په ګډون د «دوستۍ جام» تر سرلیک لاندې ترسره شوې او د امید پروان کلب د اتلولۍ مقام خپل کړ.
یادې یو ورځنۍ سیالۍ پرون ماښام د پروان د مرکز چاریکار په ورزشي جمنازیوم کې پای ته ورسېدې.
د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد وايي چې ورزشکارانو د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه په دغو سیالیو کې ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه، دا سیالۍ د تکواندو فدراسیون د استازولۍ او د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د ورزش د ودې او پراختیا او د ځوانانو د هڅونې په موخه د کمعمره او نوو ځوانانو په دوو سني کټګوریو کې ترسره شوې.
د نوموړي په وینا، په دې سیالیو کې د امید پروان کلب د لوړ امتیاز په اخیستو لومړی مقام، د ستوري کلب دویم مقام او د احمدي کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د سپورټ مسوولینو له خوا کپونه، مډالونه او د ستاینلیکونه ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP