Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان حکومت خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پنځه پخواني کمپونه تړي

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د هغو پنځو کمپونو د تړلو پرېکړه کړې چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې فعال وو.

د پاکستان اېکسپرېس نیوز پرون په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې هغه پنځه کمپونه تړي چې له تېرو ۴۰ کلنو راهیسې فعال وو.

په راپور کې راغلي چې په دغو کمپونو کې درې په هریپور، یو په چترال او یو په دیر کې دي.

سرچینې لیکلي، خو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی، امین ګنډاپور بیا د افغان کډوالو د جبري ایستنې مخالفت کړی دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې په دغه هېواد کې د بې‌اسناده او د ACC کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.