Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: د منځني ختیځ هېوادونو سره د غزې په تړاو مذاکرات به هوکړې تر رسېدو دوام ولري

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ویلي، د منځني ختیځ له هېوادونو سره د غزې په اړه خبرې اترې جدي روانې دي چې د حماس غورځنګ او اسرائیل ترې خبر دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشل» کې ویلي چې خبرې به تر هغه وخته چې اړتیا وي، دوام وکړي.

هغه زیاته کړې: «تر څلورو ورځو قوي مذاکرات روان وو، څو چې یوې بریالۍ هوکړې ته رسېږو، دوام به ولري. د سیمې ټول هېوادونه په دې پروسه کې بوخت دي.»

هغه دغه‌راز ویلي: «حماس له دغو خبرو بشپړ خبر دی او اسرائیل هم په ټوله معنا ترې خبر شوی دی.»

ټرمپ د خبرو د ځای او وخت په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي خو دغه پروسه یې «الهام‌بښونکې او رغنده» بللې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې د امریکا د منځني ختیځ استازي سټیف ویټکاف ویلي وو چې ټرمپ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یو شمېر اسلامي هېوادونو مشرانو ته ۲۱ماده‌‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.