غزنيښار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د غزني د کرکټ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون د یو شمېر ولسوالیو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د «چلېنج کپ» په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ امریت د کلني پلان له مخې، په دغه ولایت کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د هارډ بال شلاوریزې سیالۍ ترسره کېږي چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه: «ټولې ۱۴ لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي، هره لوبډله به څلور لوبې ترسره کوي او له هر ګروپه دوه مخکښې لوبډلې د نیمه پایلوبې پړاو ته لاره مومي.»
د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د لوبغاړو د بوخت ساتلو او د دويمې درجې ولایتي سیالیو لپاره د هغوی چمتو کولو په موخه ترسره کېږي.
پکتیال هیله څرګنده کړه چې د دې لړۍ له لارې به ځوان استعدادونه د افغانستان کورني کرکټ ته ور وپېژندل شي.
بلخوا، د کرکټ لوبغاړي هم پر دغو سیالیو خوښ دي او غوښتنه کوي چې ورته نورې سیالۍ هم باید جوړې شي.
د رییس کلب لوبډلې یوه لوبغاړي نثارالله پژواک ته وویل، دوی د لوبغالو نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: «په غزني کې هيڅ معیاري لوبغالی نشته، څو وکولای شو په ډاډه زړه لوبې ترسره کړو.»
دی له حکومته غواړي چې د لوبغالو او ورزشي امکاناتو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، یوه اونۍ مخکې په غزني کې د ۲۰۲۵ کال د کلبونو ترمنځ دوه میاشتنۍ کرکټ سیالۍ چې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې، پای ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP