Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاوروف: د روسیې پر وړاندې هر ډول تېری به له پرېکنده ځواب سره مخ شي

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې مسکو پر لوېدیځ د برید هيڅ پروګرام نه ‌لري؛ خو خبرداری یې ورکړ چې د هر ډول تحریک او تېري په صورت کې به «پرېکنده ځواب» ورکړي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یادې څرګندونې پرون (شنبه) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بیان کړې دي.

هغه ناټو او اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې د روسیې پر وړاندې هر ډول «تېری» به له «پرېکنده ځواب» سره مخ شي.

نوموړي څرګنده کړې: «زما د هېواد پر وړاندې هر ډول تېری به له قاطع ځواب سره مخ شي.»

هغه زیاته کړې: «روسیه د ناټو او اروپايي ټولنې پر هېوادونو د برید لپاره پر پلان جوړولو تورنه ده؛ ولسمشر (ولادیمیر پوتین) په وار وار دغه پاروونکي تورونه رد کړي دي.»

ورته مهال، لاوروف دغه‌راز ټینګار کړی چې روسیه اوس هم د اوکراین د جګړې په اړه له امریکا سره د اوربند مذاکراتو لپاره «هیلې» لري.

د یاد لوړپوړي روسي چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي مخکې له دې خبرداری ورکړی و چې ولادیمیر پوتین غواړي اوکراین کې جګړه یوه بل اروپایي هېواد ته وغځوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.