Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله د نړېدلو کورونو د بیارغونې چارې دې ژر پیل شي

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو کورونو د بیارغونې چارو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې دا ځل باید کورونه د تېر په پرتله ښه، قوي او د زلزلې پر وړاندې لا مقاومت‌لرونکي جوړ شي.

دغه سازمان ویلي: «د بیارغونې چارې باید همدا اوس پیل شي، موږ باید د مخکې په پرتله کورونه معیاري او قوي جوړ کړو څو د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.»

یاد سازمان څرګنده کړې چې خلکو هر څه، کورونه او وسایل له لاسه ورکړي او ډېر کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام مشرې اسټفاني لوز له کونړ ولایته لیدنه کړې چې د زلزلې له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.

هغې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د بېړنيو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده، د تېرې وږي میاشتې په ۹مه د شپې شاوخوا ۱۲ بجې کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر او نورستان ولایتونه یوې زوروې زلزلې ولړزول.

د حکومت له لورې د خپرو شوو شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله په کونړ ولایت کې ۲۲۰۵ کسانو ژوند بایللی او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي؛ په ننګرهار کې ۱۲ کسانو ژوند بایللی او ۲۵۵ نور ټپیان شول او په لغمان کې ۸۰ کسان ټپیان شوي. په دې زلزله کې د ۶۷۸۲ کورونو د ویجاړیدو راپور هم ورکړل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.