شبرغان (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې زرمینې خیري چې څلور کاله مخکې یې په ډېرو لږو پیسو د غالۍ اوبدلو او خیاطۍ کارګاه جوړه کړه، اوس یې نه یوازې ۵۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې، بلکې هغوی یې یوې روښانه راتلونکې ته هم هیلهمنې کړې دي.
زرمینه خیري چې د «ترک جوزجان» د غالۍ اوبدلو او خیاطۍ کارګاه مسؤوله ده، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کارګاه یې څلور کاله مخکې جوړه کړې ده.
هغې زیاته کړه: «زه خپله له لسو کلونو راهیسې د خیاطۍ کار کوم، کار مې د ګنډلو په یوه ماشین، یوې قیچې، متر او یوه بسته تار پیل کړ چې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ پرې ولګېدې. خو اوس مې پانګه ۷۰۰ زره افغانیو ته رسېدلې او د ځان ترڅنګ مې ۵۰ بېوزله ښځو او نجونو ته هم د کار زمینه مساعده کړې ده.»
د مېرمن خیري په وینا، د غالۍ اوبدلو برخه کې ۳۰ ښځو او نجونو، او د خیاطي برخه کې ۲۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغې زیاته کړه: «ما غوښتل چې د وزګارو ښځو او نجونو لپاره د کار زمینه برابره کړم او دغهراز د جوزجان د غالۍ اوبدلو صنعت چې ښه مخینه لري، له هېرېدو څخه وژغورل شي.»
نوموړې د یادې کارګاه د غالۍ اوبدلو برخې د کارکوونکو د معاشونو په اړه وویل: «د دې ښځو لپاره چې د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي، د متراج په حساب پیسې ورکول کېږي او د خیاطۍ استادانو ته د هغوی د تولید له مخې میاشتنی معاش ورکول کېږي.»
یوشمېر ښځې له دې امله چې په دغه کارګاه کې د کار زمینه ورته برابره شوې ، خوښي څرګندوي.
۲۵ کلنه شاکره چې په دې کارګاه کې پر کار بوخته ده وايي: «زه دې کارګاه ته له راتلو مخکې په کور کې بېکاره وم خو اوس شکر پر کار شوم.»
هغې وویل چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په افسردهګۍ اخته وه او زیاته یې کړه، اوس یې دغه ستونزه هواره شوې او اقتصادي ستونزې یې هم کمې شوې دي.
په همدې حال کې، د خیاطۍ یوه زدهکوونکې تهمینه وايي، یو کال کېږي په دغه کارګاه کې کار کوي، هم یې خیاطي زده کړې او هم کولای شي له دې لارې خپل کورني لګښتونه پوره کړي.
هغې د یادې کارګاه جوړول د ښځو د بېکارۍ ستونزې حلولو او د کورنیو په اقتصادي وضعیت ښه کولو کې مهم وباله او ویې ویل: «ما په دې موده کې ډېر څه لکه بیاتي کول، برښ، ګنډل او نور زده کړل.»
په ورته مهال، د خیاطۍ استادې نوریې هم د دې کارګاه له جوړېدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې اوس کولای شي په دې کارګاه کې د کار کولو له لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کړي.
هغې وویل: «زه د کور نجلۍ یم او له کوره بیرون کار کوم، د کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلم، ډېره خوشحاله او له خپل کار راضي یم، له دې لارې کولای شم خپلې کورنۍ ته ډوډۍ او جامې برابر کړم او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړم څو نورو نجونو ته هم د کار کولو اجازه ورکړي. د همدې خیاطۍ له لارې د میاشتې پنځه زره افغاني معاش اخلم.»
بلخوا، د جوزجان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولې لطیفې سرورزاده پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کلونو کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د خیاطۍ او غالۍ اوبدلو کارخونو جوړولو شمېر مخ په ډېرېدو دی.
هغې د کورنیو د اقتصاد په ښه کولو او په ټولنه کې د ښځو د فعالې ونډې اخیستو برخه کې د یادو کارګاوو جوړول یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې دغه خونه هڅه کوي څو په یاده برخه کې لا زیات کار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP