Language

دایکنډي او بامیان کې د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو

نیلي (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۴): ځايي مسوولین وايي چې په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق لس ورځنی کمپاین پیل شوی دی.

د دایکنډي د عامې روغتیا رییس ډاکټر غني صمیم د یاد کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه کمپاین موخه پر شري د ماشومانو په ځانګړي توګه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو له اخته کېدو څخه مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه، له یادې خطرناکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې یوازینۍ لار واکسین ده و دغه کمپاین به لس ورځې دوام وکړي.

ورته مهال، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د عامې روغتیا له مسوولینو وغوښتل څو دغه مهمه روغتیايي لړۍ په بشپړې ژمنتیا، منظم مدیریت او په اغېزمن او هر اړخیز ډول د بامیان په مرکز او ولسوالیو کې پلې کړي.

هغه دغه‌راز له کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي.