په افغانستان کې د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې د نوري فایبر د انټرنېټي شبکو تړل د دې لامل شوي چې د هېواد په کچه د ټلیفوني او مخابراتي اړیکو بهیر هم ټپه ودریږي.
د انټرنېټ د څار ادارې نېټبلاکس په وینا، اوس مهال افغانستان له پراخ او بشپړ مخابراتي بندیز سره مخ دی او د انټرنېټ لاسرسی نږدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی.
نړیوالو خبري اژانسونو خبر ورکړی چې په کابل کې یې له خپلو دفترونو سره اړیکه پرې شوې او د موبایل انټرنېټ، سټلايټ خپرونې او مخابراتي شبکې سختې اغېزمنې شوې دي. ځینې سرچینې وايي، د کابل له هوايي ډګره الوتنې هم ګډوډې شوې او لږ تر لږه اته پروازونه لغوه شوي دي.

اسلامي امارت تراوسه د مخابراتي بندیز په اړه رسمي دریځ نه دی ښوولی، خو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ یو چارواکي ویلي چې دا حالت به تر نامعلومې مودې دوام وکړي.
چارواکو وړاندې ویلي وو چې دا ګام د “منکراتو د مخنیوي” لپاره اخیستل شوی او د اړتیا پر مهال به بدیله لاره جوړه کړي.
کارپوهان وايي چې د انټرنېټ او اړیکو بندیز به نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړي، بلکې د سوداګرۍ، بانکي چارو، زدکړو او روغتیايي خدمتونو په ګډون ګڼې برخې به له جدي ګډوډۍ سره مخ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP