Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د زورخانه‌یي ورزشونو ۱۱ ملي لوبغاړي ایران ته ولاړل

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د افغانستان د زور خانه‌یي ورزشونو ۱۱ لوبغاړي د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړل.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زورخانه‌یي ورزشونو د ملي فدراسیون ۱۱ لوبغاړي د زورخانه‌یي ورزشونو او د پهلوانۍ د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته ولاړل.

سرچینې لیکلي چې له یادو ۱۱ ورزشکارانو سره د دغه فدراسیون یو دوه کسیز پلاوی هم مل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سياليو کې به د افغان ورزشکاران له ۵۰ تر مثبت ۹۰ کيلوګرامه وزني کټګورۍ کې په دوو جلا برخو کې په ټيمي او انفرادي توګه د خپلو سيالانو پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته کښته شي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د زورخانه‌يي ورزشونو، پهلوانۍ او غېږنيونې د اسيا اتلولۍ اووم پړاو سیالۍ د افغانستان په ګډون تر ۲۰ د ډېرو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د روانې اکټوبر میاشتې په ۸مه د ایران په کوربه‌توب پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.