کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د افغانستان د زور خانهیي ورزشونو ۱۱ لوبغاړي د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړل.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زورخانهیي ورزشونو د ملي فدراسیون ۱۱ لوبغاړي د زورخانهیي ورزشونو او د پهلوانۍ د اسیا اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته ولاړل.
سرچینې لیکلي چې له یادو ۱۱ ورزشکارانو سره د دغه فدراسیون یو دوه کسیز پلاوی هم مل دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سياليو کې به د افغان ورزشکاران له ۵۰ تر مثبت ۹۰ کيلوګرامه وزني کټګورۍ کې په دوو جلا برخو کې په ټيمي او انفرادي توګه د خپلو سيالانو پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته کښته شي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د زورخانهيي ورزشونو، پهلوانۍ او غېږنيونې د اسيا اتلولۍ اووم پړاو سیالۍ د افغانستان په ګډون تر ۲۰ د ډېرو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د روانې اکټوبر میاشتې په ۸مه د ایران په کوربهتوب پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې به دوام ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP