Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د تولیدي کارخونو مالکین د دغه ولایت د صنعتي پارک جوړولو د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): خوست کې یو شمېر خلک او د تولیدي کارخونو مالکین د دغه ولایت د صنعتي پارک جوړولو د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي خو ځایي مسوولین وایي چې په دې برخه کې ټول خنډونه لري شوي او په نږدې راتلونکي کې په دغه صنعتي پارک کې ګڼې رغنیزې پروژې پیل شي.

د خوست صنعتي پارک د دغه ولایت د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ مربوطاتو کې د خوست – ګردېز لويې لارې ته څېرمه پر شاوخوا ۴۰۰ جريب ځمکه جوړېږي.

د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي او د توليدي کارخونو مالکين وايي، کلونه کېږي چې له دوی سره د صنعتي پارک د ځمکو د وېش ژمنه کېږي خو لا يې د احاطې، سړکونو، ويالو او نور برخو جوړولو چارې نه دي ترسره شوې.

د ژاولو او خوږو د تولید یوې کارخونې مسوول انورالله انوري پژواک خبري اژانس ته وویل، غواړي خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي خو زیاتوي چې تر اوسه ورته په صنعتي پارک کې ځمکه نه ده وېشل شوې، په دغسې یو حالت کې نه شي کولای خطر پر غاړه واخلي او پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، که د صنعتي پارک چارې همداسې ورو روانې وي، ښايي ډېرې کارخونې په ټپه ودرېږي او يا نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د نوموړي په خبره: «موږ غواړو خپل توليدات او محصولات تر نورو هېوادو ورسوو، خو د صنعتي پارک برخه کې له ستونزو سره مخ يو، تر اوسه موږ ته هلته ځمکه نه ده توزيع شوې؛ بار بار موږ غوښتنه کړې او وعدې راسره شوې، اما په حقيقت کې هيڅ هم نشته، تر اوسه پارک فلج دی، موږ ډېر په بد وضعيت کې يو، ټولې کارخانې بايد يو معياري ځای ولري.»

د خوست يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي، په دغه ولايت کې د صنعتي پارک په فعالېدو سره به پانګه‌والو ته د پانګونې ترڅنګ زرګونه بې‌روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره شي. هغوی له اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه کوي چې صنعتي پارک له فلج حالته راوباسي او د چارو د چټکتيا لپاره دې يې اړين اقدامات ترسره کړي.

زيت‌الله ناصري پژواک ته وويل: «د خوست ولايت لپاره د صنعتي پارک شتون خورا اړين دی؛ ځکه يو به تجار دلته پانګونه وکړي او بل به زموږ ګڼ شمېر هېوادوال په‌کې په کار مصروف شي.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي سیدالرحمن رحماني بيا وويل: «کله چې صنعتي پارک فعالېږي، دلته به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او په عموم کې به هم هغه کسان چې دلته کار کوي او هم هغه کسان چې پانګونه کوي، د خلکو لپاره ښه فرصتونه رامنځته کړي.»

بلخوا، د خوست د صنعتکارانو ټولنې مسوولين وايي، په دغه ولايت کې نږدې ۲۰۰ کوچنۍ او متوسطې توليدي کارخونې موجودې دي چې د ځای د نشتوالي له امله دا مهال د استوګنې په سيمو کې فعاليت کوي.

د خوست د صنعتکارانو او کانونو خونې مشر ګلزالي جنانزي په دې اړه پژواک ته وويل: «د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره د صنعتي پارک فعالېدل مهم دي، اوس موږ د استوګنې په ځايونو کې فعاليت کوو، ډېر له ستونزو سره مخ يو، روزمره مو د ښاروالۍ له کارمندانو او د کورونو له مالکینو  سره جنجالونه وي.»

هغه زیاته کړه: «که صنعتي پارک جوړ شي، منظمه پانګونه به وکړو او ان کولای شو خپله پانګونه څو چنده زياته کړو.»

بلخوا، په خوست کې ځایي مسوولین بیا وایي، ټول هغه خنډونه چې د صنعتي پارک جوړولو د چارو مخه یې نیولې وه، له منځه تللي او په نږدې راتلونکي کې به په دغه پارک کې ګڼې رغنیزې پروژې پيل شي.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز په دې اړه پژواک ته وويل، دا چې د خوست صنعتي پارک يوه اساسي پروژه ده، نو د خوست ولايتي اداره هڅه کوي چې د دې پروژې کارونه ژر تر ژره پيل کړي.

هغه زیاته کړه: «په دې برخه کې موږ جدي او لازمې هڅې کړې دي، دلته ځیني خنډونه وو چې الحمدالله تر ډېره له منځه تللي او په راتلونکي کې به هرې نوې ستونزې ته حل پیدا شي، څو د صنعتي پارک چارې پیل شي.»

د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د خوست د صنعتي پارک په فعالېدو سره به شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.