Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

محمد نزال: د غزې جګړې پایته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر طرحې ته به ژر ځواب ورکړو

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۴): د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر یوه غړي ویلي چې دوی د غزې د جګړې پایته ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر وړاندیز شوې طرحه ترلاسه کړې او ډېر ژر به ځواب ورکړي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړی محمد نزال له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې ویلي چې دغه غورځنګ د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د وړاندیز شوې طرحې په اړه د څېړنې په حال کې دی او ډېر ژر به د دغه وړانديز په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

هغه زیاته کړې چې حماس د فلسطیني مقاومت د استازي په توګه حق لري خپل نظرونه «په هغه ډول چې د فلسطین د خلکو ګټو ته خدمت وکړي» څرګند کړي.

هغه ټینګار کړی: «موږ دې طرحې ته د دې له مخې چې وخت لکه یوه توره زموږ پر غاړه دی نه ګورو.»

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یوه طرحه چې  شل مادې لري د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره مطرح کړه چې په کې پر بېړني اوربند، د بندیانو تبادله، له غزې څخه د اسراييلي ځواکونو مرحله‌يي شاتګ، له حماس وسلې اخیستل او د یوه لنډمهاله حکومت جوړول چې د یو نړۍوال بنسټ تر هدایت لاندې وي ټینګار شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.