Language

غور کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

فېروزکوه (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): غور کې ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارو د پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې څه باندې ۷۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د مطبوعاتي دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبو رسولو دغه پروژې د الفاروق ولسوالۍ په شویج‌علیاء او د دولینه ولسوالۍ په قیصارک سیمه کې پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په یادو پروژو کې د ۲۱۰ متر مکعب په ظرفیت د اوبو د درېیو ذخیرو جوړول، د ۴۶ سولري تختو نصبول او د ۴۴۸ شیردهنونو لګول شامل دي چې په ټوله کې ۱۸ میلیون او ۴۲۳ زره او ۸۷۹ افغانۍ لګښت پرې راځي.

د هغه په وینا، یادې شبکې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د نړۍوال بانک په مالي او د ډاکار موسسې په تخنیکي مرسته پلي کېږي.

غوثي‌زاده دغه‌راز وویل چې د د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ۷۲۸ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

ځايي اوسېدونکي هم د یادو شبکو جوړولو د چارو له پیلېدو هرکلی کوي او وايي چې په جوړېدو سره به یې ډېری ستونزې هوارې شي.

Related Topics