کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): ځیني ډاکټران او د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د شکرې ناروغي مخ په ډېرېدو بولي او وايي، د درملیزو بوټو او د خوړو د پرهېز برخه کې د خلکو ناسم باورونه له دې ناروغۍ سره د مبارزې پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده چې کېدای شي د لید له لاسه ورکولو، د پښتورګو د کمزورۍ او ان د بدن د غړو پرېکدو لامل شي.
د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان او نړۍ کې د شکرې ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې پر شکرې د اخته ناروغانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
هغه پر شکرې د اخته ناروغانو کره شمېر ونه ښود، خو ویې ویل چې تېر کال دغه وزارت د شکر شاوخوا ۲۰ زره بستري ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي؛ خو دغه شمېرې هر اړخیزې نه دي، ځکه خصوصي روغتونونو کې هم د شکرې ناروغان درملنه کېږي.
د هغه په وینا، په هېواد کې د شکرې ناروغۍ خپرېدو کچه مخ په ډېرېدو ده او د مخنیوي لپاره یې باید عامه پوهاوی ډېر شي.
زمان زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې سیمینارونه جوړ کړي او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې هم خلکو ته عامه پوهاوی کړی دی.
هغه یادونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې ګڼ شمېر مرکزونه لري او هڅه کوي چې د دې ناروغۍ پر ضد لا ډېر اقدامات ترسره کړي، که څه هم تر اوسه ترسره شوي اقدامات بسنه نه کوي او د پراخېدو اړتیا یې شته.
د هغه په وینا، د عامې روغتیا وزارت د دې ترڅنګ چې له ساري ناروغیو سره د مبارزې برخه کې کار کوي، بلکې د شکرې په ګډون د غیرساري ناروغیو مخنیوي لپاره هم هڅې کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان او د شکرې درملنې او کنټرول مرکز له لوري وړاندې شوې شمېرې
د شکرې ناروغۍ د کنټرول او درملنې مرکز پر خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي: «اوسني اټکلونه ښيي چې څه باندې یو میلیون افغانان په شکره اخته دي، خو په ټولنه کې د شکرې ناروغۍ خپرېدو کچه ۵ تر ۹ سلنه پورې اټکل شوې. د هېواد د څه باندې ۳۰ میلیون نفوس په پام کې نیولو سره اټکل کېږي چې ۱ تر ۲ میلیون نور کسان هم د شکرې پر ناروغۍ اخته وي، خو تر اوسه تشخیص شوي نه دي.»
سرچینې دغهراز لیکلي، افغانستان سره له دې چې اوس ډېر خلک ښارونو ته راځي او زاړه کسان هم لري، د داسې یوه غذايي رژیم درلودونکی دی چې په ډېره کچه کاربوهایډرېټ لري. دغهراز په هېواد کې د چاغو او کم تحرکه کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی چې دغه ټول موارد پر شکره د اخته کېدو له لاملونو شمېرل کېږي.
بلخوا، څو ورځې مخکې د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه راپور کې د شکرې پر ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر له وړاندې کولو پرته ویلي وو چې د زړه او سرطاني ناروغیو ترڅنګ د شکرې ناروغي هم په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده.
ډاکټران: ناسم باورونه او د پوهاوي کچې کوالی د اغېزناکې درملنې مخه نیسي
په کابل کې د شکرې د کنټرول مرکز د داخله ناروغیو متخصص او روغتیايي سلاکار ډاکټر احمدکامران صالحزاده پژواک ته وویل، د شکرې پر ناروغۍ ښايي د هر عمر کسان اخته شي، هيڅوک ترې خوندي نهدي.
د وزن ډېروالی، د فزیکي فعالیت نشتوالی، ناسالمه تغذیه، ارثي موارد او ناوخته تشخیص پر شکره د اخته کېدو له عمده لاملونو دي.
هغه د شکرې په اړه د خلکو د ناسمو باورونو ته په اشاره وايي: «ډېری خلک فکر کوي شکر یوازې د خوړو د پرهېز له لارې د کنټرولېدو وړ دی یا انسولین هډوکو ته زیان رسوي، په داسې حال کې چې انسولین په ډېری مواردو کې د ناروغۍ د کنټرول یوازېنۍ لار ده. »
د هغه په خبره، د خلکو له لوري په خپلسر د درملو کارولو یو لامل دا دی چې د شکر ناروغۍ د خطرونو په اړه یې د پوهاوي کچه کمه ده.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه د خلکو د پوهاوي کچه له دې مخکې چې پر شکره اخته شي، کمه ده، خو ناسم باورونه هم شته چې فکر کوي د شکر ناروغي یوازې د خوړو د پرهېز له لارې کنټرولېږي.»
هغه وویل: «دودیز طب چې د طبابت له مهمې برخې ګڼل کېږي او د عصري طب بنسټ جوړوي، موږ ترې منکر نه یو، خو د طبابت په پرمختګ او د عصري طب د اغېزناکو درملو په پیدا کېدو سره چې په صنعتي بڼه تولیدیږي، دغه درمل د درملیزو بوټو په نسبت لږ خطر لري او ښايي درملیز بوټي کمه ګټه ولري.»
د هغه په خبره، دغه مرکز ته راغلي هغه ناروغان چې بل ډاکټر ته یې مراجعه نه وي کړې او یا یې پرهېز نه وي رعایت کړی، د شکرې کچه یې لوړه وي او ان له خطر سره مخ وي.
په همدې حال کې، د داخله ناروغیو ډاکتر ايمل منیب هم د کامران د خبرو په تایید د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي کچې ټیټوالی او ډاکټر ته مراجعه نه کول د دې برخې له اساسي ستونزو وبلل.
هغه زیاته کړه: «د شکر ډېری ناروغان پر دې باور دي چې یوازې په دم او دعا ښه کېږي. دوی وايي چې موږ ملا ته ورغلي یو، ملا موږ دم کړو، شکر مو له منځه ولاړ، نو موږ له دې امله درمل پرېښودل، خو ځیني وايي چې شکر ټول خلک لري، دا یوه خوشې خبره ده چې ډاکټران وايي چې د شکر ناروغي شته.»
ډاکټر منیب وايي، داسې ناروغان یې درلودل چې د شکر د کنټرول لپاره یې له ځینو بوټو استفاده کوله خو په پایله کې یې شکر ډېر لوړ شوی و.
هغه وویل: «د بېلګې په ډول وايي موږ د فلانۍ ونې پاڼې وخوړې چې شکر مې ښه شي، یا مو د فلاني بوټي ريښه وخوړه، یا مو د فلاني نبات ريښه وخوړه، د شکر د درملنې په اړه بېلابېل باورونه لري.»
د ډاکټرانو سپارښتنه: د درملنې ترڅنګ دې ورزش او پرهېز هم جدي وګڼل شي
ډاکټر منیب سپارښتنه وکړه: «په لومړي قدم کې باید خپل شکر کنټرول کړي، په دویم قدم کې له هغو خرافاتو او د خلکو له خبرو چې هیڅ علمي اساس نه لري ډډه وکړي... کوښښ دې وکړي چې شکر یې کنټرول وي، کله چې شکر کنټرول وي، بدن ته کومه ستونزه نه پیدا کېږي، کله چې شکر له کنټروله ووځي، په بدن کې سل سلنه ستونزه پیدا کېږي، پرهېږ دې وکړي، خپل درمل دې منظم وخوري، ورزش دې وکړي او فزیکي فعالیت دې ولري.»
دواړو ډاکټرانو پر عصري درملنې ټینګار وکړ ویې ویل، که له ناروغي سره بېپروايي وشي او درملنه یې ونه شي، ښايي د ناروغ د شکر درجه لوړه شي، حالت یې خراب شي او ان کېدای شي د بدن د غړو پرې کېدو، د پښتورګو له کاره غورځېدو، د زړه د ناروغیو او د سترګو د لید له لاسه ورکولو لامل شي.
دواړه ډاکټران سپارښتنه کوي چې د شکر ناروغان باید خپل د وینې شکر په منظم ډول وڅاري، منظم غذایي رژیم ولري، له غیر ضروري خوړو ځان وساتي او ورزش، په ځانګړي ډول پلی تګ دې وکړي.
افغانستان کې د شکر یو شمېر ناروغان؛ پر درملیزو بوټو ل باورهه د بدن د غړو پرې کېدو تر خطره
افغانستان کې یو شمېر د شکر ناروغان وايي، د درملیزو بوټو کارونې او غیرعلمي باورونو نه يوازې دا چې ګټه یې نه ده کړې، بلکې د ناروغۍ زیاتېدو او د بدن د غړو پرې کېدو لامل هم شوي دي.
د ننګرهار اوسېدونکي ۵۳ کلن عبدالعزیز پژواک ته وویل، له تېرو پنځو کلونو راهیسې د شکر په ناروغۍ اخته دی، په پیل کې یې یوناني درمل کارول خو مثبته ګټه یې ونه لیده او حالت یې لا خراب شو، تر دې چې ډاکتر ته ولاړ او دوا یې واخیسته خو وروسته له څه مودې چې شکر یې کنټرول شو، درمل یې پرېښودل.
هغه زیاته کړه: «یوه موده مې درمل پرېیښې وو، ژمي کې مې پښه تڼاکې شوه او د ټپ تور ځای زه ډېر کړولم، هیڅ نه جوړېده، تر دې چې کابل ته راغلم. شهر نو کې یې د شکر د درملنې د مرکز ادرس راکړ. دلته یې راته څو ځلې پښه پانسمان کړه، لومړيو کې یې ویل چې پښه پرې کېږي خو د الله (ج) فضل و چې درملنې پایله ورکړه او اوس ښه یم.»
ورته مهال، د کابل ښار د خیرخانې اوسېدونکی زینالدین بختاني چې له شلو کلونو راهیسې په شکر اخته دی وايي، په پیل کې یې د طبي درملو پر ځای له یوناني درملو ډېره ګټه استفاده کوله.
هغه وايي: «ډېر یوناني درمل مې کارول؛ لکه نیم دانه، حلبه، کرېړه مې اېشوله او خوړله خو هيڅ ګټه یې نه کوله، تر دې چې شکر مې ډېر لوړ شو او ناروغي مې زیاته شوه. وروسته ډاکټر ته لاړم، اوس درملنه کوم او درمل مې په وخت خورم.»
دغهراز، د کابل ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی رحمتالله وایي، ۱۵ کاله کېږي چې شکر لري او دوه کاله مخکې یې چې درملنه پرېښوده، شکر یې لوړ شو چې په پایله کې عملیات شو.
نوموړي زیاته کړه: «تېر کال مې شکر لوړ شو، نږدې و چې پښه مې پرې شي، ډاکټر یې عکس واخیست، ویې ویل چې تر اوسه هډوکي ته نه دی رسېدلی، که رسېدلی وای پرې کېده. عملیات یې وکړ او خراب ځای یې پاک کړ، اوس لږ ښه شوی یم.»
«اوس هم ډاکټران وایي چې ته باید خپله د خپل ځان ډاکټر واوسې، که پرهېز وکړې شکر دې نه لوړېږي، که پرهېز ونه کړې شکر دې لوړېږي او پښه دې پرې کېږي.»
رحمتالله وایي، اوس منظم درمل خوري، پرهېز کوي، ورزش کوي او له همدې لارې توانېدلی چې خپل شکر کنټرول کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP