Language

تیره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې پنځه زره افغان کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې پرون له ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه زره افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۹۶۳ افغان کورنۍ چې ۴۹۳۹ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

هغه لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو لار، د کندهار سپین‌بولدک او تورخم له لارو څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې ۹۱۶ کورنۍ چې ۴۹۸۰ کسان کېږي، خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۱۰۹۱ نورو سره مرسته شوې ده.

د فطرت د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۰۴۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.