کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، نیپال کې د سېلابونو راتلو او ځمکښویېدنې له امله ۴۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې نن د سیمهییزو امنیتي مسوولینو له قوله په یوه راپور کې لیکلي چې په نیپال کې د سختو بارانونو له امله د ځمکښویېدنې او سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې ډېری کسان د دغه هېواد په ختیځ کې د ځمکښویېدنې له امله مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي، د جمعې له ورځې راهیسې د بارانونو له امله د دغه هېواد ختیځې او مرکزي سیمې ډېرې زیانمنې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیپال د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه او سبا سه شنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP