منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:58 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

نیپال کې د سېلابونو او ځمک‌ښویېدنې له امله ۴۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· 1 دقیقه لوستل · 277 کتنې

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، نیپال کې د سېلابونو راتلو او ځمک‌ښویېدنې له امله ۴۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې نن د سیمه‌ییزو امنیتي مسوولینو له قوله په یوه راپور کې لیکلي چې په نیپال کې د سختو بارانونو له امله د ځمک‌ښویېدنې او سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي دي.

سرچینې لیکلي چې ډېری کسان د دغه هېواد په ختیځ کې د ځمک‌ښویېدنې له امله مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د جمعې له ورځې راهیسې د بارانونو له امله د دغه هېواد ختیځې او مرکزي سیمې ډېرې زیانمنې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیپال د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه او سبا سه شنبه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.