Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسراییل تازه بریدونه؛  ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، غزه کې د اسراییل د تېرې ورځې په هوایي بریدونو کې ۷۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل غوښتي څو پر غزه بمبارۍ ودروي.

الجزیرې په یوه راپور کې د روغتیایي سرچینو په حواله لیکلي چې پرون (شنبه) غزه کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو پربنسټ، غزه کې د اسراییل د بریدونو له پيل راهیسې څه باندې ۶۵ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۶۵ زره او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.