Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې درې ماشومان مړه شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د خوست‌ سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شمل دوه‌منده ولسوالۍ کې د ورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه يوه بجه د دغه ولايت د شمل دوه‌منده ولسوالۍ د کمال‌خېلو په کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د دغه کور د یوې خونې چت د باران له امله لوېدلی چې په نتیجه کې یې د دوو نجونو په ګډون درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.