خوستښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): خوست ښار کې له خصوصي روغتیایي مرکزونو او درملتونونو د نظارت په پایله کې دوه کتنځایونه او د طبي تجهیزاتو یو پلورنځی تړل شوي دي.
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر لیکلي چې په خوست ښار کې یو کتنځای د جواز نه درلودو، یو کتنځای د شفري نسخو لیکلو او د پښتورګو درملنې اړوند تجهیزاتو یو پلورنځی د مسلکي شخص نه درلودو او په لوړه بیه د توکو د پلور له امله تړل شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي چې د روغتیایي خدمتونو برخه کې به هیڅ ډول غيرقانوني او غیرمسلکي فعالیت او د خلکو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه اخیستنه ونه زغمل شي او د ټولو خصوصي روغتیایي مرکزونو د څارنې لړۍ به دوام ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP