منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

خوست کې د طبي تجهیزاتو یو پلورنځی او دوه کتنځایونه تړل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۶ کتنې

خوست‌ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): خوست ښار کې له خصوصي روغتیایي مرکزونو او درملتونونو د نظارت په پایله کې دوه کتنځایونه او د طبي تجهیزاتو یو پلورنځی تړل شوي دي.

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر لیکلي چې په خوست ښار کې یو کتنځای د جواز نه درلودو، یو کتنځای د شفري نسخو لیکلو او د پښتورګو درملنې اړوند تجهیزاتو یو پلورنځی د مسلکي شخص نه درلودو او په لوړه بیه د توکو د پلور له امله تړل شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ټینګار کوي چې د روغتیایي خدمتونو برخه کې به هیڅ ډول غيرقانوني او غیرمسلکي فعالیت او د خلکو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه اخیستنه ونه زغمل شي او د ټولو خصوصي روغتیایي مرکزونو د څارنې لړۍ به دوام ولري.