کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر د ریاستالوزراء له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ټولنه له راستنېدونکو کډوالو سره د سرپناه جوړولو او کارموندنې برخو کې مرسته کوي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر ویرونیکا بوسکوویچ سره ولیدل.
د خبرپاڼې له مخې، بوسکوویچ د اسلامي امارت له لوري د کډوالو د راستنېدو پروسې د مدیریت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه په پام کې لري له راستنېدونکو کډوالو سره د سرپناه جوړولو او کار پیدا کولو برخو کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه چمتو ده چې په افغانستان کې د روږدو درملنې برخه کې هم مرسته وکړي.
هغه څرګنده کړې چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ډېر مثبت کارونه ترسره شوي دي.
ورته مهال، مولوي عبدالسلام حنفي هم په یاده لیدنه کې له کډوالو او زلزلهځپلو سره د اروپايي ټولنې د مرستو ستاینه کړې ده.
هغه دغهراز پّ افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو موضوع، طبیعي پېښو او د کډوالو راستنېدونکو ته اشاره وکړه او له سیمهییزو او نړۍوالو هېوادونو یې وغوښتل چې د کډوالو د حقونو تامین برخه کې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP