Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: د اکټوبر ۷مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پر افغانستان یرغل وکړ او وروسته له شلو کلونو دې پایلې ته ورسېدل چې لویه اشتباه یې کړې وه.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ؛ دغه هېواد او ورسره ناټو ځواکونو نږدې شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه، خو وروسته یې له اسلامي امارت سره په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې تړون لاسلیک شو چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ د امریکا وروستی عسکر د ۱۴۰۰ کال د وږي په نهمه (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۱مه) د کابل له هوایي ډګره ووت او ا.ا د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شو.

فطرت ویلي: «موږ دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بولو، دا پر افغانستان یو ظالمانه یرغل و چې په پایله کې یې زرګونه افغانان شهیدان، ټپیان، بې‌کوره، زنداني او مهاجر شول، اشغالګرو پوره شل کاله پر افغانانو خپل لاسپوڅي مسلط کړي وو چې وروسته له شلو کلونو امریکایان دې نتیجې ته ورسېدل چې دوی پر افغانستان د برید او یرغل یوه لویه تېروتنه کړې وه.»

ده ویلي، امریکایانو دغه درس هم واخیست که هغوی له هر څومره زور او ځواک سره راشي، بالاخره به افغان ولس ته تسلیمېږي.

هغه زیاته کړې: «موږ د ازادۍ په لاره کې د افغان مجاهد ولس د جهاد او مبارزې ستاینه کوو؛ ځکه د مجاهدینو د قربانیو او جهاد په پایله کې اشغالګر مات او زموږ هېواد له اشغاله ازاد شو.»

فطرت زیاته کړې، اوس مهال په ټول هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.