غزنيښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د غزني ښار د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د الف فوټبال غورهلیګ سیالۍ د «کوچي کاروان» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ شاوخوا یوهنیمه میاشت وړاندې د عليلالا په ورزشي سټډیوم کې د ۱۴۰۴ کال لپاره د ولایتي منتخبي لوبډلې غوراوي په موخه پیل شوې وې.
نوموړي زیاته کړه، په دې سیالیو کې ګډونکوونکو لوبډلو په بېلابېلو ګروپونو کې لوبې وکړې. د سیالیو پایلوبه د «کوچي کاروان» او «اسفنده» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د کوچي کاروان لوبډلې صفر پر درې بریا خپله کړه او د یاد لیګ اتلولي یې ترلاسه کړه.
ده وویل، د «قلعهنو خواجهروشنایي» لوبډله د لوړو امتیازونو له مخې د دغه لیګ نایب اتله وپېژندل شوه.
مجاهد زیاته کړه: «د دغو سیالیو هدف د ۱۴۰۴ کال لپاره د غوره فوټبال لوبډلې پېژندنه وه. د ده په وینا، د کوچي کاروان لوبډله به د غزني ولایت په استازیتوب د هېواد په کچه سیالیو کې برخه واخلي.»
په ورته مهال، لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی، خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې د دې ډول نورو سیالیو د ترسره کېدو لپاره لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
د یادونې ده، څه موده وړاندې د «بې» فوټبال غورهلیګ سیالۍ هم پای ته رسېدلې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP