Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې یو شمېر سوداګر: حکومت دې بهر ته د جلغوزیو صادرولو لپاره زمینه برابره کړي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۴): خوست کې یو شمېر سوداګر وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات درې برابره ډېر شوي خو بیه یې خورا ټیټه ده او له حکومته غواړي چې بهر ته یې د صادرولو زمینه برابره کړي.

د لویې پکتیا، په ځانګړي ډول د خوست د ځنګلونو جلغوزي هر کال د مني په همدې ورځو کې د خوست ښار مارکېټ ته وړل کېږي. سوداګر د جلغوزیو غوټې لومړی د ښار لوېدیځ کې د اداري کمپلېکس مخې ته پر یوه تش ډاګ خوروي، څو ښې وچې او سپړلو ته اماده شي.

هغوی وایي، که څه هم سږ کال د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي خو له چین پرته نورو نړۍوالو مارکېټونو ته د نه لاسرسي له امله یې بیې خورا ټیټې دي.

د جلغوزیو یوه سوداګر ستارعلي پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال د جلغوزیو بازار خراب دی، تېر کال یو پوخ من (۵۰ کیلوګرامه) جلغوزي په شاوخوا ۸۰ زره افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال یې بیه له ۳۰ تر ۳۵ زره افغانیو ده چې ګټه نه کوي.»

د جلغوزيو يوه بل ځايي سوداګر اکبرخان ځدراڼ وويل، که حکومت د چين ترڅنګ نورو هېوادونو ته د جلغوزيو صادرولو زمينه برابره کړي، نو د افغانستان د دې وچې مېوې ارزښت به لوړ شي.

هغه زیاته کړه: «موږ په خوست کې خپل نړۍوال ملکي هوايي ميدان لرو، حکومت بايد له دغه ځايه خارج هېوادونو ته پروازونه برابر کړي، څو په مستقيم ډول خپل جلغوزي بهر ته ولېږو.»

دغه‌راز، په خوست کې د جلغوزیو سوداګرو اتحادیې رییس شهزاده ځدراڼ وایي، تېر کال د لویې پکتیا (خوست، پکتیا و پکتیکا) له ځنګلونو شاوخوا پنځه زره ټنه جلغوزي ترلاسه شوي وو، خو سږ کال ښایي تر ۲۰ زره ټنه پورې ورسېږي چې دا د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

ځدراڼ وایي، که حکومت له چين پرته نورو هېوادونو ته د جلغوزيو د صادراتو زمينه برابره نه کړي، نو سوداګر به له سخت مالي زيان سره مخ شي.

هغه وویل، تېر کال ۵۰ کیلوګرامه جلغوزي په ۸۰ تر ۱۰۰ زره افغانیو پورې پلورل کېدل، خو سږ کال په ۳۰ تر ۳۵ زره افغانیو پلورل کېږي.

دی زياتوي: «اوس زموږ د جلغوزيو غټ بازار چين دی، له چين څخه بيا نورو اروپايي هېوادونو ته صادرېږي. افغان دولت بايد موږ ته زمينه برابره کړي چې د چين په رقم يې اروپايي هېوادونو ته مستقیم صادر کړو، دا څو کاله پرله‌پسې زموږ د جلغوزيو سوداګر له تاوان سره مخ دي؛ ځکه موږ اوس صرف يو بازار لرو.»

بلخوا، د خوست د والي وياند مستغفر ګربز پژواک ته وويل، دوی په دې هڅه کې دي چې د جلغوزيو صادرات د خوست له نړۍوال ملکي هوايي ډګره ترسره شي.

ګربز زیاتوي، ولايتي اداره دغه راز پلان لري چې د جلغوزيو د ساتنې لپاره د سړو خونو ترتيب هم برابر کړي.

هغه زياته کړه: «ولايتي ادارې بار بار هڅه کړې څو په خپله د خوست له نړۍوال هوايي ډګره جلغوزي نورو هېوادونو ته صادر کړي او همدا قسم دلته د خوندي خونو په اړه هم اقدامات ترسره شوي دي.»

د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي چې ډېره برخه یې چین ته وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.