Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر کابل کې په یوه برید کې ټپي شوی

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي، د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر کابل کې په یوه برید کې ټپي شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر پیګیر دغه برید نن شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د هغه په کور کې شوی دی.

قانع وایي، پیګر اوس مهال په کابل ښار کې په یوه روغتون کې بستر دی او د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې پر پیګیر برید «شخصي انګېزه» لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.