Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۹ تله، ۱۴۰۴): د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نوي ډیلي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې یادې مرستې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته سپارل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې: «لکه څرنګه چې اعلان شوی، جي شنکر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې اضافي خوراکي توکي د خپلو روانو بشري مرستو د یوې برخې په توګه زلزله‌ځپلو ته سپارلي دي.»

د یادونې ده چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر تېره چهارشنبه هند ته سفر وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر پرون (جمعه) د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې وویل چې نوي ‌ډیلي ۲۰ امبولانسونه افغانستان ته ځانګړي کړي او تر اوسه یې پنځه سپارل شوي. هغه دغه‌راز له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.