کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۴): د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو او سرو زرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۵۰ نه ۱۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د اوړو بیه د تقاضا زیاتېدو او د وارداتو کمېدو له امله لوړه شوې ده.
خو هغه وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۳۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.
نفتي توکي
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن هم لکه ۷ ورځې مخکې یو لېټر پټرولو په ۷۵ افغانۍ او یو لېټر ډیزلو بیه ۷۷ افغانۍ ده.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې ګاز پلورونکی محمدجان امین وايي نن هم د تېرې شنبې په شان یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۳ افغانیو دی.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرو اوو ورځو پر نسبت نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۶۰۰ نه ۶۸۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۱۵۰ نه ۵۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر پېر بیه ۶۶ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د تلې په ۱۲مه د یوه امریکايي ډالر د اخیستو بیه ۶۷ فغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ بدلېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP