Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې وشوې

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وايي چې د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د نیمروز ولایت مخکینی والي شیخ محمدقاسم خالد، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندي د مبارزې معین په توګه، حاجي محمدوزیر بادشاه، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین په توګه، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندي د مبارزې مخکینی معین ملا عبدالحق همکار، د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د بادغېس ولایت مخکینی والي حافظ محمدامین جان عمري، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه او د خوست ولایت مخکینی والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

هغه لیکلي چې دغه‌راز د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت مخکینی مالي او اداري معین ملا محمدحنیف حمزه، د بادغېس ولایت د والي په توګه، د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو مخکینی رئیس‌ارکان مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز ولایت د والي په توګه، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مخکینی معین مولوي عبدﷲ مختار د خوست ولایت د والي په توګه، د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو مخکینی قوماندان قاري محمداسماعیل راسخ د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه، د زابل ولایت مخکینی مرستیال مولوي محب‌ﷲ حماس د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، د میدان‌وردګو ولایت مخکینی مرستیال حافظ سیدالرحمن د زابل ولایت د مرستیال په توګه، د ننګرهار ولایت مخکینی امنیه قوماندان ملا فریدﷲ قیام د میدان‌وردګو ولایت د مرستیال په توګه، د لوګر ولایت د سرحدونو او قبائلو چارو مخکینی رییس مولوي سردارمحمد مدني د غزني ولایت د مرستیال په توګه، د جوزجان ولایت مخکینی امنیه قوماندان مولوي عبدالستار صابر د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو د رییس ارکان په توګه او د غزني ولایت مخکینی مرستیال حافظ عبدالرشید د خوست د ښاروال په توګه وګومارل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.