Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند ۱۰۸ تنه نظامي پرسونل له درې میاشتنیو مسلکي زده‌کړو فارغ شول

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د زندانونو  چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د مسلکي زده‌کړو له درې میاشتنۍ دورې د دغه ادارې د اړوند ۱۰۸ تنه نظامي پرسونل په فراغت‌غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، هیچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې په زندانونو کې څوک شکنجه کړي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب‌الله بدر نن د مرکز او ولایتونو څخه د ۱۰۸ تنو نظامي پرسونل  فراغت‌غونډه کې وویل، دغه اداره به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په زندانونو کې چاته شکنجه ورکړي.

هغه زیاته کړه: «زندان د اصلاح ځای دی نه د وهلو او نه د تعزیر ورکولو ځای دی.»

نوموړی وایي، نن د دغه ادارې اړوند ۱۵مه دوره نظامي پرسونل فارغ شول او دوی ته درې میاشتې د زندانونو په برخه کې مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ مرستیال محمدطارق کاظم وویل چې زندانیانو ټول حقوق تامین دي او لازم خدمات ورته وړاندې کېږي.

هغه له دغو فارغینو وغوښتل څو کومې زده‌کړې یې چې ترلاسه کړي په خپلو چارو کې ترې لازمه استفاده وکړي.

احمدقسیم چې له دغو زده‌کړو فارغ شوی وایي، په دې درې میاشتنۍ دوره کې یې د زندان اړوند ټول اصول زده کړي دي.

نوموړی وایي، کومې زده‌کړې یې چې ترلاسه کړي، د دندې پر مهال به ترې لازمه استفاده وکړي.

بل فارغ لومړی ساتنمن احمدبلال وایي چې مخکې یې د زندانونو په برخه کې دومره زده‌کړې نه درلودې خو اوس یې په دغه  دوره کې ډېر څه زده کړل.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې دغه ډول د زده‌کړو لنډمهاله کورسونه دې نور هم ورته برابر کړي څو دوی د زندانونو په برخه کې په مسلکي توګه ورزول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.