Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وینزویلا کې د سرو زرو یوه کان نړېدو له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د وینزویلا په سوېل کې د سختو ورښتونو له امله د سرو زرو د یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده پېښه د وینزویلا په سوېل کې د «ال‌کایایو» په ښارګوټي کې شوې ده.

د سرچینې په وینا، «د خطر مدیریت ملي سیسټم» ټیمونه د مړو ایستلو عملیاتو ته دوام ورکوي او تر اوسه د قربانیانو جسدونه له درېیو جلا تونلونو راایستل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاده پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.