<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۴): د وینزویلا په سوېل کې د سختو ورښتونو له امله د سرو زرو د یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده پېښه د وینزویلا په سوېل کې د «الکایایو» په ښارګوټي کې شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">د سرچینې په وینا، «د خطر مدیریت ملي سیسټم» ټیمونه د مړو ایستلو عملیاتو ته دوام ورکوي او تر اوسه د قربانیانو جسدونه له درېیو جلا تونلونو راایستل شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې چې یاده پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.</p>