کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي، نن سهار پاکستان بیا پر سپینبولدک برید وکړ او د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې د پاکستان ګڼ شمېر نظامیان وژل شوي او پوستې او مرکزونه یې له وسلو او ټانکونو سره نیول شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبيحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «متأسفانه چې نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.»
هغه لیکلي چې وروسته افغان ځواکونه هم ځوابي برید ته اړ شول.
مجاهد زیاتوي: «په نتیجه کې یې ګڼ شمیر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي دي او اکثره نظامي تأسیسات یې هم له منځه وړل شوي دي.»
دی وايي چې نن سهار په اتو بجو د اسلامي امارت له خوا جګړه بېرته کنټرول شوې خو «مجاهدین» په لوړ مورال د خپلې خاورې، حریم او خلکو دفاع ته چمتو دي.
د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه هم پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمینه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.
له دې برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
د اسلامي امارت ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو غچاخیستونکو بریدونو کې د پاکستان تر شلو پوستې نیول شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP