Language

روسي شرکتونو افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د روسي شرکتونو مسوولینو د ا.ا له چارواکو سره په لیدنو کې په افغانستان کې د نفت، جست، مسو او کرومایټ ډبرو د اکتشاف او استخراج، د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید او تخنیکي ماشین‌الاتو د تولید برخو کې پانګونې چمتووالی ښودلی دی.

د یادو شرکتونو مسوولینو نن په کابل کې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ له مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب سره کتلي دي.

د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د روسي شرکتونو مسوولینو له ملا برادر سره په کتنه کې ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت، جست، مسو او کرومایټ ډبرو د اکتشاف او استخراج، اوبو مدیریت، د برېښنا د تولید او تخنیکي ماشین‌الاتو د تولید برخو کې پانګونه وکړي او د اړوندو ادارو له مسوولینو سره د ژر همغږۍ رامنځته کولو په موخه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.

سرچینه زیاتوي چې ملا برادر په بېلابېلو برخو کې د روسي شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

دغه راز، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د روسیې سفارت استازي او د درېیو معتبرو روسي شرکتونو مسوولینو د دغه وزارت د انرژي له مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب او د دغه وزارت له یو شمېر تخنیکي رييسانو سره ولیدل.

سرچینه لیکي: «په دې لیدنه کې د روسیې سفارت استازي او د روسي شرکتونو مسوولینو په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو، په ځانګړې توګه د اوبو لېږد برخو، د اوبو بندونو جوړولو او برېښنا د تولید پروژو کې د پانګونې لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ په دغو برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ. هغوی له پنجشېره کابل ته د اوبو لېږد پروژه له اړینو او حیاتي طرحو وبلله او په پلې کولو کې یې خپله جدي لېوالتیا څرګنده کړه.»

خبرپاڼه کې راغلي چې افغان لوري د روسي شرکتونو مسوولینو ته د یادو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ډاډ یې ورکړی چې په دې برخو کې هر ډول تخنیکي همکارۍ او د پانګونې اړوند بهیرونو کې اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دي.

سرچینه زیاتوي چې دواړو لورو د اړوندو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پراخولو او پر لا همغږیو ټینګار کړی او هوکړه یې کړې چې د چارو د چټکتیا په موخه دې په نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي ناستې ترسره شي، څو د عملي او اغېزناکو همکاریو لپاره زمینه برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.