Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د کورش لوبډله په اسیایي سیالیو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د افغانستان د سامبو، کورش او رستمي غېږنیونې فدراسیون وايي چې د کورش ورزش دوه لوبغاړي او یو روزونکی د هېواد په استازولۍ د ځوانانو په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړل.

د افغانستان د سامبو، کورش او رستمي غېږنیونې فدراسیون رییس سیدمحمود ضیا دشتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سیدباعث د روزونکي په توګه د کورش له یادو دوو ورزشکارانو سره بحرین ته تللی دی.

هغه زیاته کړه چې د ځوانانو درېیم پړاو اسیايي سیالۍ د روانې تلې میاشتې له ۲۷مې د لړم تر ۹مې د کورش د ۲۷ ورزشکارانو ترمنځ په بحرین کې ترسره کېږي.

هغه څرګنده کړې چې په دغو سیالیو کې روح‌الله نظري په ۸۳ کیلوګرام او محمدیحیی په ۶۵ کیلوګرام وزن کې میدان ته کښته کېږي.

دشتي دغه‌راز ویلي، د کورش دغه ټیم لومړی ځل دی چې تر اوسه له افغانستانه په دغو لوبو کې د ګډون لپاره تللي دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.