چاریکار (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې د پروان د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ په دغه ولایت کې پیل شوې وې، د ويایپي (VIP)لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان د بدني روزنې او ورزش امر عبدالظاهر خالقیار مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ شاوخوا یوه میاشت مخکې د پروان د مرکز د «عقابان» په ورزشي جمنازیوم کې پیل شوې وې.
د هغه د معلوماتو له مخې، له مرحلهيي لوبو وروسته ويایپي لوبډلې په وروستۍ لوبه کې د «بګرام باستان» خصوصي لېسې لوبډلې ته درې پر یو ماته ورکړه.
د مجاهد په وینا، په یادو سیالیو کې اتو لوبډلو چې ۸۰ لوبغاړي په کې شامل وو، ګډون کړی و.
د یادو لوبو د پای په مراسمو کې د ورزشکارانو د هڅونې او له هغوی د ستاینې په موخه د مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو او لوبډلو ته جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP