Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه مشاعره وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دغه ولایت کې ‎د ناوړه دودونو مخنیوي په موخه مشاعره جوړه شوه.

په یاده مشاعره کې د غزني د سیمه‌ییزو چارواکو ترڅنګ د دغه ولایت قومي مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینه‌والو ګډون کړی و.

جوړې شوې مشاعرې ته د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار وویل، شاعران او لیکوالان کولای شي د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې په ټولنه کې د ناوړه دودونو، فساد، توپیري چلندونو او د خلکو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا برخو کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ډول پروګرامونه به د ولایت له مرکزه لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

بلخوا، په دې مشاعره کې شاعرانو، لیکوالانو، ترنم‌ویونکو او د ادب مینه‌والو په خپلو شعرونو، لیکنو او مقالو کې د ناوړه دودونو غندنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت او ولس باید په دې برخه کې ګډه مبارزه وکړي.

شاعرانو او لیکوالانو په خپلو شعرونو کې پر اسلامي امارت غږ وکړ چې د ولس ستونزو او غوښتنو ته دې هم رسېدنه وکړي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت مشر د ۱۷ ګڼې فرمان له مخې په ټول هېواد کې ناوړه دودونه منع اعلان کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.